.د خپریدو په هکله معلومات، تازه اطلاعات او مشورې coronavirus (COVID-19) د کرونا ویروس
Information, updates and advice about the outbreak of coronavirus (COVID-19).

باید په کور پاتې شئ. دا د ژوندونو د ژغورنې سبب کیدای شي.
که تاسی اندیښنه لری، د coronavirus د هات لاین په شمیره 398 675 1800 (24 ساعته) ته زنګ ووهی.

که تاسی ترجمان ته اړتیا لری، TIS National ته په 131 450  زنګ ووهی.
مهربانی وکړی د دری صفر (000) شمیره یواځی اضطراری حالت لپاره وساتی.

هغه څه چې تاسې باید پرې پوه شئ

  • لاسونه مو ومینځئ، ټوخېدل او پرنجیدل مو پټ کړئ او له نورو خلکو څخه 1.5 متره فاصله وساتئ.
  • که مریض یاست نو په کور کې پاتې شئ.
  • که د کرونا ویروس نښې نښانې لرئ باید ځان معاینه کړئ.
  • د عامې روغتیا عمومي رئیس کولای شي دا محدودیتونه د حالاتو د بدلیدو په صورت کې بدل کړي.

ځېنې محدودیتونه د 31 می 2020 د یکشنبې د شپې د 11.59بجو څخه وروسته بدل شول.

 

د جون د1څخه وروسته 20 کسان کولای شي چې:

  • په کورونو کې راټول شي.
  • عامه توګه سره راټولیدل د کورد ننه یا د باندې.
  • رسټورانټونو، کافي شاپونو یا پبونو ته د ډوډۍ د خوړلو لپاره ولاړ شي. الکهول تنها د خوړو سره څښلای شي.
  • داسې سپورتونه او لوبې چې د بدن سره تماس پکښې نه وي د کور څخه د باندې یې کولای شي.
  • د عبادت ځایونو ته او کوچنیو مذهبي مراسمو ته تللای شي، هغه کسان چې مراسم ترسره کوي هغوی به اضافه وي.
  • د ښکلا، د ځان د برونزي (ټننګ) کولو، وکس او د نکونو سالونونو، د ورځني دګرمو اوبو (سپا) چې په ښکلا پورې تړلي وي، د خالکوبۍ (ټَټو) سالونونو ته تللای شي او مساج هم کولای شي.
  • ودونو ته ولاړ شي چې د نکاح تړونکئ، زوم او ناوې نه ورسره شمیرل کیږي.
  • د ټولنې مرکزونو ته تللای شي.
  • د لامبو حوضونه استعمالولای شي.
  • ګالریانو، موزیمونو، تاریخي ځایونو، دکورڅخه د باندې تفریحي پارکونو، د موټر څخه د نندارې سینماګانو او د ژوبڼونو ته تللای شي.
  • پکنیک یا میلې ته تللای شي او د کاراوان د تمځایونو څخه ګټه پورته کولای شي چیرته چې د سهولت ځایونه د مثال په ډول تشنابونه مشترک نه وي.

 

50 کسان کولای شي چې جنازې ته ولاړ شي (که د ننه یا د باندې وي) او هغه کسان چې جنازه وړي او اداء کوي یې هغوی به اضافه وي. که جنازه په شخصي هستوګنځي کې ترسره کیږي نو بیا تر 20 کسانو زیات نشي کولای چې شرکت پکښې وکړي.

 

نور محدودیتونه به د 21 جون 2020 د یکشنبې د شپې د 11.59 بجو څخه وروسته بدل شي.

 

دا محدودیتونه د ویکټوریا د ایالت د عامې روغتیا د عمومي رئیس په مشوره پورې اړه لري.

 

د جون د 22 څخه وروسته خلک کولای شي چې:

  • داخلي سپورتي مراکزو ته ولاړ شي چې د بدن جوړونې کلپونه (جیمونه) هم پکښې شامل دي چې په ځانګړي ډول په یوه وخت کې 20 کسان او په ټولنیز فعالیتونو کې 10 کسانو ته د سپورت اجازه شته ده.
  • تر 50 کسانو کولای شي چې سینماګانو، کنسرتونو، تیاترونو او سټیډیمونو ته ولاړ شي.
  • تر 50 کسانو پورې کولای شي چې رسټورانټونو، کافي شاپونو یا پبونو ته د ډوډۍ د خوړلو لپاره ولاړ شي. الکهول تنها د خوړو سره څښلای شي.
  • تر 50 کسانو پورې کولای شي چې ګالریانو، موزیمونو، تاریخي ځایونو، دکورڅخه د باندې تفریحي پارکونو، د موټر څخه د نندارې سینماګانو او د ژوبڼونو ته تللای شي.

 

په یاد مو وي چې ځانونه خوندي وساتئ او د سم قضاوت څخه کار واخلئ. که تاسو کولای شئ چې له کور څخه کار وکړئ، نو باید له کور څخه کار وکړئ. او که څه کار نلرئ چې ویې کړئ – مهرباني وکړئ مه یې کوئ.

Resources